په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي چارو معاونیت دفتر چهارشنبه، د وري ٢٠مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي تړون د بشپړ پلي کولو لپاره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ تخنیکي کمیټې یوه تعقیبي غونډه د مرمرېن په ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې له اجنډا سره سم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ترانزیټ په برخه کې د موجودو ستونزو پر حل او د اړینو اسانتیاوو په برابرولو، د افغانستان د کرنې سکټور د میکانیزه کولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو، د ترانسپورټ په برخه کې د شوو پرېکړو پر تطبیق، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د ګمرکونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د چمتو کولو په اړه بحث وشو.
همداراز په غونډه کې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په همدې موخه به د دغه کمېټې تعقیبي غونډې دوام ولري.
کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې توافقنامه د سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، کرنې، کانونو او یوشمېر نورو برخو کې ۹۲ مادې لري، چې د ډېری برخو په عملي تطبیق سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په زیاتوالي کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی.
د پیغام پای/
Your Comment